ایکنا- د مصر اوقافو وزارت د جیزه والیت د ؛اکتوبر۶ ؛ښار د اوقافو په نړیوالې اکاډمئ کې د قرآن د حفظ د زده کړې د مرکزونو د قرآن د زده کونکو د ځانګړي قرآنی سیالیو د څلورم پړاؤ دترسره کیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492651 خپرونې تاریخ : 2026/04/09
ایکنا – د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې د جرالډ فورډ جنګي بیړئ په یوې جوړې کړئ شوي کیسې سره له سیمې دغه جنګي بیړئ وتښتیوله او پلمه ئې جوړه کړه، ووئيل؛ د ټولو امریکائي ترهه ګرو عسکرو عاقبت له سیمې د دوي په تښتې کې دی.
د خبر لمبر: 3492635 خپرونې تاریخ : 2026/04/05
ایکنا - د کوزوو د اسلامي ټولنې د ښځو څانګې ښوونکې د روژې د مبارکې میاشتې د هرکلي په موخې سره په بېلابېلو ښارونو کې پراخ دیني فعالیتونه هدایتوي.
د خبر لمبر: 3492515 خپرونې تاریخ : 2026/02/26
ایکنا -د Imam Hussein Shrine سپېڅلې آستان د رمضان مبارکې میاشتې په اوږدو کې د عراق په ۱۷ ولایتونو کې د قرآن د تلاوت ۲۵۳ غونډې ترسره کوي
د خبر لمبر: 3492503 خپرونې تاریخ : 2026/02/24
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژني ادارې له خوا محفل ټيلیویژنی پروګرام له دریم چینل څخه د روژې دمبارکې میاشتې له لومړئ ورځې سره همهاله له روژماتي یو ساعت مخکې خپریږي.
د خبر لمبر: 3492484 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا - لسګونو زرو فلسطینیانو د رمضان د مبارکې میاشتې د لومړۍ جمعې لمونځ په مسجدالاقصی کې ادا کړ؛ دا په داسې حال کې وه چې نیواکګرو اسرائیلي عسکرو د لارو په تړلو او پراخو محدودیتونو لګولو سره قدس ښار ته د لمونځ کوونکو لاسرسی محدود کړی و.
د خبر لمبر: 3492483 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا – د روژې دمبارکې میاشتې په دریمه ورځ ایکنانیوز د قرآن کریم د دریمې سپارې یا جزوې تلاؤت ستاسو خدمت ته وړاندې کوي، چې د بقرې سورې له ۲۵۳ آیت څخه د آل عمران سورې تر ۹۲آیت پورې د ایران د تکړه قاری او استاذ قاری قاسم مقدمي په غږ سره ریکارډ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492479 خپرونې تاریخ : 2026/02/21
ایکنا –د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوال قاری او تکړه استادقاری قاسم مقدمی په زړه پورې غږ سره د قرآن کریم د دوهمې سپارې یا جزوې په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492477 خپرونې تاریخ : 2026/02/20
د قرآن د نندارتون مشر!
ایکنا – د قرآن د نندارتون مشر حجتالاسلام والمسلمین حمیدرضا اربابسلیماني د سلواغې په ۲۷ په یوې خبري غونډې کې د قرآن د ۳۳ نړیوال نندارتون د جوړېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دا نندارتون به په ۱۶ زره مربع میتره فضا کې ترسره شي. هغه د وخت او ځای د اعلان ترڅنګ وویل: ولسي کول، نوښت، د غوره کسانو له ظرفیت څخه ګټه اخیستل او نوې ټیکنالوژۍ، په ځانګړي ډول مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل انټلیجنس)، د نندارتون له مهمو محورونو دي.
د خبر لمبر: 3492469 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
د روسیې د دینونو ښار؛
ایکنا- د کرملین قازان په دروازې کې یو لوي ډبرین کاڼې یا تخته ایښودل شوې چې د یاسین سورې د ۳۶م آیت په دې جملې کې پرې لیکل شوی دی.؛ «قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ...؛ ووایه: هماغه ذات چې هغوی ئې لومړي ځل پیدا کړي، بېرته به ئې راژوندي کړي...»
د خبر لمبر: 3492468 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
ایکنا – په مدینې منورې کې ملک فهد قرآن چاپ کمپلیکس اعلان کړی چې د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې به په ډیجیټلي فعالیتونو کې پراخ شتون ولري او په دې برخې کې به ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.
د خبر لمبر: 3492465 خپرونې تاریخ : 2026/02/17
ایکنا - د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس اې آئي) ربات چې په ۹۵ ژبو د خبرو اترو وړتیا لري، د سعودي د عمومی قرآني سیالیو معلومات او مهالوېشونه ګډونوالو ته لېږي او د هغوی احتمالي پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.
د خبر لمبر: 3492464 خپرونې تاریخ : 2026/02/17
پارس ټوډې –د کالیفورنیا د والي Gavin Newsom توندې او بېساری څرګندونې د امریکا د رول په اړه په نړیواله بېثباتۍ کې، یوازې یو ګوندي دریځ نه دی. هغه په څرګند ډول د Donald Trump د واکمنۍ انداز د امریکا د نړیوال اعتبار د کمزورتیا او په نړیوال نظام کې د بېنظمۍ د پراخېدو نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3492463 خپرونې تاریخ : 2026/02/17
ایکنا -په نیواکي قدس کې، چیرته چې د روژې مبارکه میاشت هر کال د صهیونیسټانو د مذهبي تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مل وي، نفیسه خویص ـ چې یوه وفاداره او جلاوطن شوې خادمه ده ـ هر ماښام خپله روژه د مسجدالاقصی په انګړ کې نه ، بلکې دغه سپېڅلي ځای ته څېرمه پر سړک افطار کوي. هغه خپلو تشو لاسونو ته ګوري او نارې وهي: «دا جومات زمونږ هویت دی؛نیواکګرو ته ئې مه پرېږدئ.» جلاوطنئ د هغې روح له دې مقدس ځایه نه دی جلا کړی؛ هغه اوس هم په لوړ غږ زرګونه مسلمانان د ایمان د وروستي سنګر ساتنې ته رابولي.
د خبر لمبر: 3492462 خپرونې تاریخ : 2026/02/17
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژني ادارې د ټيلیویژني برخې مرستیالۍ د روژې دمبارکې میاشتې لپاره د معنوي، کلتوري او تفریحي پروګرامونو د پراخې ټولګې د چمتو کولو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492461 خپرونې تاریخ : 2026/02/17
ایکنا - د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پېښور کې د ایران کلتوری چارو خونې د دیني شعایرو د درناوي او د اسلامي اصیل هنر د هڅونې په موخې سره ، د ځوان نسل لپاره په دوهم کال کې د میرمنو د نعتخوانۍ ځانګړې سیالي د سلواغې په ۲۳مه نېټه په خیبرپښتونخواصوبې کې ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3492460 خپرونې تاریخ : 2026/02/16
د ځوانانو کټګورۍ !
ایکنا - عباسي سپېڅلي آستان د قرآن د تلاؤت د «العمید» نومې د نړیوالې جایزې (د ځوانانو کټګورۍ) د درېیم پړاو لپاره، چې له ۱۶ کلونو څخه کم عمره کسانو ته ځانګړې شوې، د شرایطو وړ کسانو نوملړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492459 خپرونې تاریخ : 2026/02/16
د دمشق د نړیوال کتاب نندارتون کې د قرآن کریم د خوشنویسانو ځانګړې برخه د لیدونکو له پراخ او د پام وړ هرکلي سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3492458 خپرونې تاریخ : 2026/02/16
ایکنا – دمصر د قرآني وړتیاؤ موندونکی ټيلویژني پروګرام د « تلاوت محفل یا حکومت» وروستي پړاو ته نږدې شوی او د وروستۍ برخې د خپرېدو او د ګټونکو د اعلان نېټه ټاکل شوې ده.
د خبر لمبر: 3492457 خپرونې تاریخ : 2026/02/16
د سید نقشبندي د وفات د کلیزې په مناسبت!
ایکنا - د شنبې ورځ ،یعني د فرورۍ ۱۴مه، د شیخ سید محمد نقشبندي د وفات کلیزه ده؛ هغه د دیني مناجاتو استاد او په مصر او عربي نړۍ کې د روژې د مبارکې میاشتې یو چورلیزي شخصیّت ؤ ، چې د ماښام له لمانځه مخکې به د هغه دعاګانو زړونه ځان ته جذبول.
د خبر لمبر: 3492456 خپرونې تاریخ : 2026/02/16